IQNA

د اسلامي همکارۍ د تنظيم د سپوږمکيز چېنل د شروع کولو وړانديز

15:27 - April 19, 2012
د خبر لمبر: 2307975
نړيواله ډله: د اسلامي هېوادونو د اطلاع رسونې د وزيرانود نهم کانفرنس په مقدماتي ناسته کښې ګډون کوونو د اسلام همکارۍ د تنظيم د سپوږمکيز يا سټيلائيټ چېنل د جوړولو وړانديز مطرح کړ.
د ايران قراني خبري اېجنسۍ (اېکنا) د «infosgabon» اطلاع رسونې د سايټ په نقل سره رپوټ ورکړ:د اسلامي هېوادونود اطلاع رسونې د وزيرانو د کانفرنس په مقدماتي ناسته کښې حاضرو کسانو وړمه ورځ د اوري د مياشتې په ٢٩ نېټه د ګابون جمهوريت پائېتخت لېبرول ښار کښې شروع شو د ننۍ نړۍ په بدلونونو کښې د اسلامي همکارۍ د تنظيم رول ته په اشارې سره د «OIC» په نامه د يو سټيلائيټ ټيلي ويژني چېنل د شروع کولو غوښتنه وکړه.
د اسلامي همکارۍ د تنظيم د اطلاع رسونې د برخې مشر عصام سليم الشانتي د دغې طرحې د وړانديز کوونکو په نمائندګۍ په خپله وېنا کښې وويل: د اسلامي همکارۍ د تنظيم مهم رول او د دغه تنظيم له عمومي سيکتر سره د لا زيات ارتباط د پېدا کولو لپاره د نړۍ د مسلمانانو غوښتنې او همدارنګ د سيمې او نړۍ د بدلونونو په وړاندې د دغه تنظيم د موقفونو په باره کښې په موقع باندې اطلاع رسونې ته په پام سره د دې چېنل جوړول ډېر ضروري ښکاري.
د يادونې ده چې د اسلامي همکارۍ د تنظيم د غړيو هېوادونو د اطلاع رسونې د وزيرانو اتمه غونډه په ١٣٨٧ هجري نمريز کال کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د هغه وخت د اسلامي کلتور او ارشاد د وزير محمد حسين صفار هرندي په شتون سره د مراکش په پائېتخت رباط کښې شوې وه.
988656
captcha