د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز press Tv، یې نقلوی چې د ويكيليكس ويب پاڼې بنسټ ګر جوليان آسانژ، د سيد حسن نصر الله سره د راشه ټو ډې نومې روسی چينل سره د يوې مركې نه مخكښې په خپلو څرګندونو كې وويل چې سيد حسن نصرالله د منیځنی ختیځ يو غير معمولی شخصيت دی.
ښاغلی حسن نصرالله چې د راشا ټو ډې يو پروګرام كې خبرې كولی د شام د ناكراريو په اړه او همدارنګ د اسرييلو په اړه خپل دریځونه بيان كړ چې ويل كیږی د 2006 ميلادی كال د جنګ نه وروسته د لويدیځ رسنو سره دا د حسن نصر الله لومړۍ مركه ده.
هغه په دې مركې كې د شام له ولسمشر بشار اسد څخه د حزب الله په حمايت ټينګار وكړ او وې ويل چې شام په دې وخت كې هم د لبنانی د مقاومت او د فلسطينيانو حمايت كړې دی چې ورباندې له امريكې او اسراييل سخت دباوونه وو .
988928