IQNA

د حضرت فاطمه زهرا(س) سيره د هندوستان په غونډه كښې بيانیږی

18:59 - April 19, 2012
د خبر لمبر: 2308155
د علم او پوهې ډله: د حضرت بی بی فاطمه زهرا(س) سيره د ثور يا غوئی د مياشتې په پنځمه نیټه د هندوستان د اترپرديش ولايت په لكهنؤ ښار كښې په ((مؤمل)) نومې فرهنګی موسسه كښې د ايام فاطميه (س) په مناسبت په يوه ځانګړې غونډه كښې بيانیږی
د ايران د قرآنی خبری آژانس د آسيا د جنوب لويدیځی سيمې د څانګې د رپورټ له مخې، د حضرت بی بی فاطمه زهرا(س) سيره او ژوند د ايام فاطميه (س) په مناسبت د غوئی د مياشتې په پنځمه نیټه د هندوستان په دغه فرهنګی او آموزشی مؤسسه كښې د بحث او څیړنې وړ ګرځی.
د دغه رپورټ له مخې، د مؤمل فرهنګی او آموزشی مؤسسې منشی حجت الاسلام موسی رضايوسفی او حجت الاسلام سيدضيغم الرضوی به د دغه ښار د يوه ډله علماؤ او دينی پوهانو او يوشمير محصلينو او مسلمانانو په شتون كښې په وينا كولو سره د حضرت صديقه طاهره (س) سيره بيان كړی.
د وئيلو ده چې ګډون كونكی به په همدې مناسبت د دغې غونډې په پائې كښې سوګواری او ماتم، نوحې وينه او سينه زنی وكړی. 988451
captcha