IQNA

د كېنېډا د مېټرو په سټېشنونو كښې د اسلام د مبين دين معرفی

22:18 - April 19, 2012
د خبر لمبر: 2308210
نړيواله ډله: د ټورنټو ښار د اسلامی اطلاعاتو مركز په اشتهارونو او تبليغاتی پوسټرونو په لګولو سره د دغه هېواد خلق د اسلام لازياتې پېژندګلۍ ته رابلی.
د «mooslym» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د ټورنټو د اسلامی اطلاعاتو مركز غړی محمد عبېدالله د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د ټورنټو د ټرانسپورټ له كمېشن سره په يوې معاهده كښې ټاكلې شوې ده چې د مېټرو په څلورو سټېشنونو كښې د يو كال په موده د اسلام پېژندګلو ته د دغه هېواد د ښاريزو له دعوت كولو سره اړوند اشتهارونه او پوسټرونه لګول كیږی.
هغۀ زياته كړه په دغو اشتهاراتو او پوسټرونو كښې چې په مختلفو سټېشنونو كښې په انګرېزۍ ژبه لګېدلی دی راغلی دی: ((لا اله الاالله محمد(ص) رسول الله))، اسلام په دې مركز كښې په ٨٥ ژبو وپېژنئ)) له اسلام سره د اشنائۍ مينه وال هم كولې شی دغه په څو ژبو مشتمل سایټ ته مراجعه كولو يا په اعلان شويو ټيلفونی نمبرونو باندې په تماس ينولو سره خپل سوالونه وړاندې كړی.
988695
captcha