IQNA

د الجزيره خبری چينل د مينځينې ختیځ په بدلونونو كې شرمناك رول

17:08 - April 20, 2012
د خبر لمبر: 2308335
نړيواله ډله: په ميلادی كال 1996ء كې د الجزيره چينل افتتاح وشوه او ډير زر دا چينل د اسامه بن لادن او خبری انځورونو او ویډيو ګانو لامله مشهوره شوه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په منیځينې ختیځ او عربی هيوادونو كې د اسلامی ویښتيا په بدلونونو كې د دې چينل رول ډير مشكوك ياتې دی د دې اساسې وجه د دې چينل د مالك او مشر يعنی د قطر امير د دې چينل په كارونو كې لاسوهنه ده بيا په تيره په شام كې د مظاهرو له پيليدا سره الجزيره د ترهګرو د ويندویې په توګه كار پيل كړ، دې چينل يوازې هغه خبرونه خپرول چې د قطر امير او د اتحادیې هيوادونو په ګټه كې وې بلكې دا كار ېې دومره زيات كړ چې د شام او بحرين په اړه یې جعلی او دروغه خبرونه خپرول همدې لامله ډير هغه خبريالان چې دې چينل سره كار كول دا چينل یې پریښود چې ولې په دې دومره دروغ ويلی شی دوی ځكه دا خبرونه خپرول چې د قطر امير او د عربستان باچا د شام ولسمشر بشاراسد سره مخالف دی.
دې خبريالو كې يو خبريال ښاغلی علی هاشم دی چې د الجزيره چينل یې پریښې دی هغه وایې چې د شام او بحرين په اړه خپريدونكی انځورونه او ویډيو ګانو دروغه وې او يا یې په خپله جوړولې.
علی هاشم زياته كړه چې د ميلادی كال 2011ء د مارچ مياشتې راهسی وسله وال د لبنان له پولې په شام كې ننوتلی وو يعنی له لومړۍ ورځې د دې بعاوت پيله وسلې سره ؤ چې عرب هيوادونه او لويدځوال یې حمايت كوی او د الجزيره ټی وی چينل ددې ټولې دسيسی كې مركزی رول لوبول.
988960
captcha