IQNA

احمدې نژاد د وتلی شاعر سعدی د لمانځنې په غونډه كې ګډون وكړ

17:08 - April 20, 2012
د خبر لمبر: 2308473
سياسی ډله: ولسمشر محمود احمد نژاد تير ه شپه په هغو مراسمو كې چې د ايران د مشهور شاعر سعدی شيرازی د لمانځنې لپاره د هغه په زيارت كې جوړ شوی ؤ وويل سعدی نن هم د علم او ادب په آسمان كې د يوه لمر په توګه ځلیږی
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه وويل چې سعدی نن هم د علم او ادب په آسمان كې د يوه لمر په توګه ځلیږی
ځكه هغه په خپلو شعرونو كې عادل واكمن ستايلی او له ظالمو واكمنو ېې خپله بې زاری څرګنده كړې ده ږ
نوموړی د سعدی شعرونه د فارسی ژبې معيار وباله او څرګنده ېې كړه د سعدی ژبه د فارسی ژبې اود ايران د كلتور او فرهنګ ترجمانی كوی .
د غوايی يا ثور د مياشتې لومړۍ چې د سعدی د زوكړې ورځ ده په ايران كې د سعدی د لمانځنې د ورځې په توګه لمانځل كیږی او له ايران سر يبره په كې د نړۍ د نورو برخو شاعران او د سعدی مينه وال برخه اخلی.
989554
captcha