IQNA

د اسلامی نړۍ رسنۍ د فلسطين د مسئلې په حلولو كښې يو مهم رول لری

20:50 - April 21, 2012
د خبر لمبر: 2309364
بين المللی ډله: د اسلامی نړۍ رسنۍ كوې شی له فلسطين څخه په حمايت او د صهيونيسټی غاصب رژيم سره په مقابله كښې د اطلاع رسونې رول ته په لازياتې دقيقې كتنې سره د فلسطين د مسئلې په حلولو كښې يو مهم رول ولوبوی.
د «The Sun Daily»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د اسلامی همكارۍ د سازمان د اطلاع رسونې د برخې مدير عصام الشنطی د اسلامی هيوادونو د اطلاع رسونې د وزيرانو د نهمې غونډې په مقدماتی ناسته كښې چې د ګابن جمهوريت په پلازمينه ليبرويل ښار كښې ترسره شوه، د دغه مطلب په بيانولو لاس پورې كړ.
دوی په دغه ناسته كښې ټينګار وكړ: د اسلامی نړۍ رسنيو ته پكار دی چې د قدس شريف په تيره بيا د مسجدالاقصی پرخلاف د اسرائيلو د رژيم د تيريو او همداراز د غزې د خلكو پرخلاف د دغه رژيم د حملو او د بين المللی قوانينو د نقضولو په اړه يوه جامع او هراړخيزه اطلاع رسونه وكړی.
شنطی همداراز ووئيل: د اسلام د ځپلو لپاره د ځينو لويدیځو ډلو كوششونه پكار دی د اسلامی رسنيو د فعاليتونو او د حقيقی اسلام د ښودلو له لارې شنډې شی كوم چې د سولې او تسامح دين دے.
د اسلامی هيوادونو د غړو د اطلاع رسونې د وزيرانو نهمه غونډه د وری د مياشتې په ٣١ او د غوئی د مياشتې په وړومبۍ نیټه په اسلامی هيوادونو كښې د سولې او د پرمختګ د خدمت لپاره د رسنيو په ډګر كښې په ټيكنالوجيو باندې په تمركز سره په ګابن هيواد كښې ترسره شوه. 988973
captcha