د rtv.gov نومی خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې دغه سيمينار د سوریې، چين او د ايران د اسلامی جمهوريت د استازو او د حقوقی سازمانونو د نمائندګانو، د بشری حقوقو د فعالانو او د سياسی او رسمی شخصيتونو په ګډون سره ترسره شو.
په دغه كانفرنس كښې ګډون كونكو د آل خليفه د رژيم په لاس د بحرينی مظاهره چيانو ځپنه وغندله او د نړۍ له هيوادونو څخه ئې د داشان اقداماتو د بندولو لپاره د كوشش كولو غوښتنه وكړه.
له مجازاتيدو څخه د مصونيت سره د مقابلې د بين المللی ائتلاف د سازمان رئيس می الخنساء په دغه سيمنيار كښې چې يوه ډله بين المللی حقوق پوهان هم پكښې شامل وو، په سوريه كښې دننه د دغه هيواد د مخالفانو حمايت د سوریې د حاكميت څرګنده نقضونه وبلله.
دوی په دوام كښې له سوریې څخه په ملاتړ كښې د روسیې او چين د دریځونو په قدرونې سره ټينګار وكړ: صهيونزم او استعمارګر لويدیځ په تيره بيا امريكې ګڼ شمير بشری ضد جنايتونه ترسره كړی دی او په سوريه، فلسطين، يمن او عراق كښې د جنګ د اور د غرغنډه كولو مسئوله ده.
989928