د «saphirnews» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آلمان يا جرمنی د ډيموكراټ او مسيحی اتحادیۍ د پارليمانی ډلې مشر ولكر كودر په يولړ ويناو كښې په دې بيان سره چې اسلام د آلمان د تاريخ برخه نه ګڼله كیږی، ووئيل: اسلام د جرمنی د تاريخ او سنت برخه نه ده او آلمانی هويت نه لری، په دې وجه په دغه هيواد پورې هم اړه نه لری.
دۀ چې دغه ويناوې ئې د آلمان د سياسی ډلو او ګوندونو او د دغه هيواد د اسلامی ارګانونو په ګډه ناسته كښې كولې، ووئيل: له دې ويناو څخه زما هدف د مسلمانانو په اړه بحث كول نه دی ځكه چې د اسلام منونكی د آلمان د خلكو يوه برخه ده او د دغه هيواد سره تعلق لری خو د اسلام دين له قاعدې بهر دے. 990229