د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ ((الانتقاد)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، مظاهره چيانو چې زياتره د سعودی عرب ځوانان وو د قلم د بنديانو په توګه د دوو شيعه مسلمانو ليكوالانو نذير الماجد او زكريا آل صفوان د ازادۍ غوښتنه وكړه.
د القديح ښار اوسېدونكو په دغو مظاهرو كښې د تفكر له بنديانو څخه د ملاتړ په اعلانولو او د هغوی د ازادولو په غوښتنې سره په سعودی عرب كښې د ځپونكو اقداماتو په بندولو او د ازادۍ د سلبولو په ختمولو باندې تاكيد وكړ.
مظاهر كوونكو همدارنګ په خپلو نعرو كښې د شيعه مسلمانانو د قاتلاانو چې په سر كښې یې د المنظقه الشرقيه حاكم شاهزاده محمد بن فهد دے د نيولو غوښته وكړه.
نذير الماجد او زكريا آل صفوان تېر كال د سعودی عرب په ختیځ كې د سوله ايزو غورځنګونو په ملاتړ كښې د يو لړ مضامينو د ليكلو په دليل د آل سعود د پوليسو لخو ونيول شول.
990205