IQNA

د لبنان د اسلامی عمل محاذ قدس ته د مصر د مفتی سفر وغاندۀ

22:14 - April 21, 2012
د خبر لمبر: 2309394
نړيواله ډله: د لبنان ((اسلامی عمل محاذ)) پرون د غوی د روانې مياشتې په وړومبۍ نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره د اسرائيلو د جنګ د وزارت په غږملتيا سره قدس شريف ته د مصر د مفتی سفر او د مسجد الاقصی زيارت كول وغندل.
د المنار خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې دلبنان د اسلامی عمل محاذ په دغې بيانيه كښې تاكيد وكړ: فلسطين ته د مصر د مفتی علی جمعه سفر او د مسجد الاقصی زيارت په داسې حال كښې ترسره شو ے دی چې په مقبوضه زمكو كښې د نويو صهيونېسټ مېشته ښارګی جوړولو كتونكی يو.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې علی جمعه په داسې حال كښې فلسطين ته سفر كړے دے چې په دغه هېواد كښې اسرائيلی تجاوزات او تيری هم هغه شان دوام لری او د نړيوالو احكامو او قوانينو د جاری كېدو او د خپل وطن ته په ستنيدو كښې د فلسطينی ولس په حق باندې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا او نورو نړيوالو ادارو د اعتراف باوجود هغوی خپل وطن ته د ستنيدو اجازت نۀ لری.
د لبنان د اسلامی عمل د محاذ غړی شېخ شريف توتيو تاكيد وكړ: په داسې حالاتو كښې مقبوضه زمكې ته د علی جمعه سفر په كامله توګه يوه تېروتنه او د فلسطين د مسئلې په نقصان دے.
شېخ شريف توتيو همدارنګ وويل: د مصر مفتی ته د دې اقدام په ځاے پكار وو د فلسطين او د دغه هېواد د غصب شويو مقدساتو د ازادولو لپاره د سټراټيجك انتخاب په توګه عامې لام بندۍ ، جهاد او مقاومت ته خلك دعوت كړې وې.
د يو بل رپوټ له مخې شېخ الازهر احمد الطيب مقبوضه زمكې ته د مصر د مفتی د سفر په غبرګون كښې د دې مسئلې د څېړلو لپاره د الازهر د اسلامی تحقيقاتی د ټولنې د فوری غونډې جوړولو غوښتنه وكړه.
990192
captcha