IQNA

د پاكستان د سندهـ صوبې او د ايران كلتوری اړيكې پراخیږی

16:34 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2309598
د كلتور او هنر ډله: د پاكستان د سندهـ صوبې د ادبياتو اكیډمی مشر سره د ايران د كراچۍ ښار د خانه فرهنګ مشر ښاغلی مهدی خطيب په كتنې كې دا ټينګار وشو چې بايد د ايران ا و د سندهـ صوبې كلتوری روابط پراخې شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی چې په كراچۍ ښار كې دايرن د خانه فرهنګ مشر ښاغلی مهدی خطيب د پاكستان د سندهـ صوبې د ادبياتو اكیډمی مشر ښاغلی نور محمد پټان سره په كراچۍ كې وليدل.
خطْيب وويل چې ايران د هندوستان او پاكستان بيا په تيره د سندهـ كلتور سره په پیړيو وړاندې راهسی ټينګ كلتوری او دينی روابط لری او د سندهـ صوبې د كلتوری ميراث ليكل زياتره په فارسی كې ليكلی شوی دی.
همدارنګ د پاكستان د سندهـ صوبې د ادبياتو اكیډمی مشر څرګنده كړه چې د پاكستان د سندهـ صوبې د ادبياتو اكیډمی په تيرو ديرشو كلونوكې د ايران د خانه فرهنګ سره د كلتوری او ادبی اړيكې لری او ډير پروګرامونه یې د خانه فرهنګ په همكارۍ او تعاون سره تر سره كړی دی، او هيله من يم چې دا اړيكې به نورې هم زياتې شی.
990578
captcha