د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «ic-el» یې نقلوی چې دا مراسم د انګلستان د اسلامی مركز په همت سره د انګريزی ژبې مسلمانانو لپاره تر سره كیږی.
د دې مراسم عنوان «د جنت د ښځو مشره اوسرداره» دی اودا مراسم هره شپه د ځای وخت په مطابق له اووه بجو د لندن دشيعه ؤ په كورباتوب سره تر سره كیږی.
د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د رحلت نه پس پیښې، د بی بی زهرا ء په كور باندې حمله، د هغې پاكې بی بی شهادت د هغې پاكې بی بی د جنازې مراسم، ځينې هغه موضوعات دی چې په دې مراسمو كې ورباندې خبری كیږی.
د كينیډا د شيعه دينی عالم او اهل بيتو د مكتب د تبليغ فعال كس ښاغلی شيخ احمد حنيف په دې مراسموكې وينا كوی.
990049