د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې په دغه سيمينار كښې د پوهنتون اسلامی مديريت ، د اقتصادو د ډلې كارپېژاندو، استادانو، محصيلينو، د تاتارستان جمهوريت د مسلمانانو په چارو باندې د غور دينی ادارې استازيو او د قازان د ښاروالۍ مسئولينو ګډون وكړ. د اقتصادو د ډلې مدير او اسلامی مديريت ګاليم واحداف، د اسلامی اقتصادو او مديريت د علومو لوړرتبه كارپېژاند رينات عباس اف، او د د غه پوهنتونو له نورو كارپېژاندو څخه سعيده شاه قوييوا او محمد مراداف او د روس د اسلامی پوهنتون د نړيوالو تعلقاتو د برخې ډائرېكټر رستم نور علی يف د دغه سيمينار له اصلی وېناوالو څخه وو.
په دغه سيمينار كښې ګډون كوونكو د اسلامی اقتصادو او سودګرۍ په زمينه كښې د قران شريف مباركو ايتونو او نبوی حديثونو ته په اشارې سره د ټولنې په پرمختګ او ترقۍ كښې د هغو په مقام باندې تاكيد وكړ.
د تاتارستان په ټولنه كښې د اسلامی كار او كسب ، اقتصادو او سوداګرۍ د ودې لپاره د خاصو ادارو د جوړولو ضرورت په دغه سيمينار كښې د څېړنې وړ اصلی محورونه وو.
991213