IQNA

په فرانسوی ژبه د اصول كافی وړومبنۍ ترجمه زر خپریږی

22:47 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2310238
نړيواله ډله: په فرانسوی ژبه د اصول كافی شريف كتاب وړومبۍ ترجمه د فريده مهدوی دامغانی لخوا خپریږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د شيعه كتاب پېژندنې د موسسې د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،له فارسۍ نه په نورو ژبو باندې د دينی كتابونو ژباړونكې فريده مهدوی دامغانی د ارواښاد كلينی ((اصول كافی شريف)) كتاب په فرانسوی ژبه ترجمه كوی.
د دغه رپوټ له مخې په فرانسوی ژبې د اصول كافی كتاب ترجمه كوونكې چې په خپله ترجمه كښې د دغه كتاب انګرېزۍ ترجمې هم په نظر كښې لرلې دی او له ارواښاد استاذ محمد رضا جعفری سره منسوبې ترجمې په شمول د دغو ترجمو په باره كښې ځينې د ويلو ټكی په خپله سريرزه كښې ذكر كړی دی.
د يادونې ده چې د امام زېن العابدين (ع) د حقوقو رساله، د ايت الله العظمی وحيد خراسانی اصول دين كتاب او د استادی شاهزاده والاتبار كتاب په فرانسوی ژبې ترجمې د دغې مترجمې له آثارو څخه دی چې چاپ شوی دی.
991158
captcha