IQNA

د بحرين ولس د "فارموله 1" مقابلې په خلاف مظاهره

17:24 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2310428
نړيواله ډله : پرون د اپريل د دوه ويشتمه نیټی د بحرين ولس د "فارموله 1" مقابلې په خلاف مظاهره تر سره كړه
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنانی ورځ پاڼې الانتقاد یې نقلوی چې دا مظاهرې د بحرين په مختلفو ښارونو كې تر سره شوی مظاهرچيانو د ال خليفه حكومت د ختمولو غوښتنه كوله په "الدراز" سيمې كې مظاهره چيانو د خپل حق په غوښتنو سره د بحرين ولس باندې د ظلمونو په سيورې كې د فاموله 1 نومې مقابلې د ترسره كول وغندل او د سياسی بنديانو د خوشی كولو غوښتنه یې وكړه.
د ويلو ده چې مظاهر چيانو د فارموله يو مقابلې لور ته ټولې لارې او سړكونه بند كړل او په سړكونو یې اوور بل كړ.
سرچينې وایې چې امنيتی ځواكونو عبدالهادی الخواجه خو زينب الخواجه هم نيولې دی.
بل خوا د برتيانيه پارليمان يو درخواست لاسليك كړی دی او په بحرين كې انسانی حقوقو د خلاف ورزی په وجه په دې هيواد كې د فارموله 1 نومې مقابلې په تر سره كيدو نيوكه كړې ده.
د پارليمان غړې دا وايی چې په بحرين ولس د حكومت تيرې او ظلمونو پټولو لپاره دا مقابلې تر سره شوی دی.
991010
captcha