IQNA

جنرال صفوي: د سیمې ځیني واکوالان دې د پردیو د سیاسی لوبو برخه جوړ نشي

22:33 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311015
سياسي ډله: د ایران د ټولو قواؤ د قوماندان لوړسلاکار هغو کسانو ته چې په سیمې کې په بې اساسه ادعاګانو، تاؤتریخوالي او تحریف پسې دي، سپارښتنه وکړه په سیاسی لوبو کې دې د پردیو لوبتکه جوړ نشي.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ایران د اسلامی جمهوریت د ټولو قواؤ د ستر قوماندان لوړ پوړي سلاکار تورن جنرال سید یحی رحیم صفوي له ګاونډیو هیوادونو سره په مناسباتو کې د اسلامی ایران د سټراټیجۍ په بیانولو سره زیاته کړه، له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د اسلامی جمهوریت سټراټيجي پيژندل شویو پولو ته، ورورولۍ او د فارس خلیج په سټراټيجیکې سیمې کې د تل پاتې امنیت او سولې په رامینځته کولوکې ګډو ملګرتیاؤ ته د احترام په سترګه د کتلو په اساس ده او تهران په سیمې کې د امنیت او سولې ملاتړ کوي.
992319

captcha