IQNA

جليلی: د بغداد د غونډې برخليك د ايران له ظرفيتونو د لويدیځ په سم درك پورې اړه لری

22:31 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311016
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی ايران د ملی امنيت د لوړې شورا عمومی منشی او له ۵+۱ ډلې سره د ايران لوی كچی مشر ټينګار وكړ د همكارۍ لپاره د يوه فرصت په توګه د ايران له ملی، سيمه ايزو او نړيوالو ظرفيتونو د لويدیځ سم درك د عراق د راتلونكو خبرو اترو برخليك ټاكلی شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د اسلامی ايران د ملی امنيت د لوړې شورا له عمومی روابطو ادارې یې نقلوی چې سعيد جليلی نن د عراق له لومړی وزير نوری المالكی سره په تهران كې په خبرو اترو كې زياته كړه لويدیځ بايد د فشار د سياست پر ځای د ايران د ملت له منسجمې ارادې سم درك ولری.
جليلی هم دا راز د عراق د دولت او ملت پر برياليتوبونو په تيره بيا له دې هيواده د بهرنيو يرغلګرو له وتلو وروسته، په ټينګار سره په دې هيواد كې د عربو اتحادېې غونډه په سيمه ايزه او نړيواله كچه د دې هيواد د رول يو ځل بيا راژوندی كيدل وبلل.
د عراق لومړی وزير هم د اسلامی ايران پر مقام په ټينګار سره د دواړو هيوادونو ملګرتيا په سيمه كې د امنيت او ثبات په راوستو كې مهمه ؤباله.
992328

captcha