IQNA

د غزې په سيمينار كښې د ختیځ قدس د آزادولو غوښتنه

20:45 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311090
بين المللی ډله: د غزې په كانفرنس كښې ګډون كونكو چې پرون په ((رشادالشوا)) فرهنګی مركز كښې ترسره شو، د قدس د ختیځې برخې د آزاديدو غوښتنه وكړه.
د «Press TV»له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د غزې په زرهاؤ خلكو او د فلسطينی ډلو يوشمير استازو په دغه سيمينار كښې په ګډون كولو سره د اسرائيلو د نيواكګر رژيم له منګولو نه د ختیځ قدس د آزادولو لپاره د كوشش په اهميت باندې ټينګار وكړ.
د فلسطين يو عالم شيخ يوسف سلامه په دغه كانفرنس كښې حاضرانو ته په خطاب كښې اعلان وكړ: مسلمانانو او فلسطينيانو ته پكار دی چې خپل اختلافات پریږدی او د يوبل سره په اتحاد سره قدس شريف وژغوری او دغه ښار د نيواكګرو له لاسو خلاص كړی.
دغه كانفرنس د اسرائيلو د رژيم د علمی او كلتوری بائيكاټ لپاره د غزې د استاذانو او محصلينو د وروستی سيمينار نه وروسته ترسره شو. د صهيونيسټی رژيم پرخلاف د بائيكاټونو او پريكړه ليكونو كمیټې د دغه كانفرنس د ترسره كولو مسئوليت په غاړه درلود.
991869

captcha