د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د مركزی ايشيا د سيمې د څانګې د رپورټ له مخې، د قزاقستان علماؤ او دينی شخصيتونو د دغه نندارتون د وړومبيو كتونكو په توګه شتون درلود كوم چې د آلماتی د كميابو كتابونو په ميوزيم كښې جوړ شو.
ټاكل شوې ده چې په راتلونكو ورځو كښې به د قزاقستان د مختلفو ښوونځيو او د زده كړې د مؤسسو محصلين هم له دغه نندارتون څخه كتنه وكړی.
د آلماتی د كميابو كتابونو د ميوزيم محقق عامر توياق بايف د دغه نندارتون په باب ووئيل: د قرآن او خطی نسخو په نندارتون كښې وړاندې شوی زياتره آثار شپږمې ميلادی پیړۍ ته ورګرځی او ترننه پورې د آلماتی د كميابو كتابونو په ميوزيم كښې ساتل شوی دی.
دغه نندارتون به دوه اونۍ جاری وی او په قزاقی ژبه د قرآن كريم يوشمير نسخې به هم چې په مختلفو دورو كښې خپرې شوې دی د خلكو نندارې ته كیښودې شی. 991148