IQNA

د سېنیګال د ((لامپ فال)) چېنل مشر وويل: په سېنیګال كښې د حضرت يوسف (ع) له سريال څخه هركلے د پام وړ دے

22:32 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311113
د كلتور او هنر ډله: د LAMP FALL رېډيو او ټيلی ويژنی چېنل مشر ((عليون چيون)) په سېنیګال كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز له سرپرست سره په كتنه كښې وويل: په سېنیګال كښې د حضرت يوسف له سريال څخه هركلے د پام وړ دے.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې د كلتوری وابستګۍ سرپرست د عامه ذهنونو په بېدارولو په تېره بيا د اسلامی پروګرامونو په وړاندې كولو كښې د نوموړی چېنل فعاليتونو ته په اشارې سره د دغه چېنل له فعاليتونو څخه قدرونه وكړه.
عليون چيون هم څرګنده كړه: Lamp Fall FM رېډيو چې له اوۀ كلونو څخه فعال دے د سېنیګال د مريديه طريقې د مشر په مركز ((طوبی)) ښار او ډاكار ښار كښې د پروګرامونو د جوړولو دوه مركزونه لری. دې ته په پام سره چې د سېنیګال اكثر خلق د نورو رسنيو په نسبت له رېډيو نه زياته استفاده كوی نو ځكه د دغه رېډيو پروګرامونه د مذهبی او اسلامی مباحثو د وړاندې كولو په وجه په سېنیګال او د افريقې په لويدیځ كښې زيات مخاطبان لری.
هغۀ څرګنده كړه:له اسلامی ارزښتونو څخه د حفاظت او د سېنیګال د خلقو په تېر بيا د ځوانانو د مذهبی معلوماتو د سطحې د اوچتولو په هدف سره د لامپ فال ټيلی ويژنی چېنل د مريدیې طريقې د مشر په تاكيد او سپارښتنې سره شروع شو او له څو مياشتو له ازمائشی دورې نه پس د ٢٠١١ كال د اكتوبر له ٢٨ نېټې څخه یې په ځای ژبې ((ولوف)) او فرانسوی ژبې كښې مختلف مذهبی او اسلامی پروګرامونو د خپرولو اقدام كړے دے.
991819
captcha