د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې په دغه كتنه كښې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د زدكړې او څېړنې مرستيال دهشيری، د ايران او فلسطين د دوستۍ د انجمن د ځوانانو او محصيلينو د كمېټۍ مسئول او د دغه جمعيت مشر عبدالكريم شرقی ، د دينی او علماؤ د كمېټۍ مسئول شېخ عېدالله كتمتو، د دغه انجمن د ولسی او كېمپونو د فعاليتونو د كمېټۍ مسئول علی جمعه هم موجود وو.
خرمشاد په دغو مراسو كښې په خپله وېنا كښې د نظام په سترو اهدافو كښې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د دندو او مقاصدو د بيانولو په ترڅ كښې وويل: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم يو دنده له ولسی د دوستۍ له انجمنونوسره مسسل رابطه ده چې د دوستۍ له ډېرو مهمو انجمنونو څخه د فلسطين د دوستۍ د انجمن نوم اخېستې شو. ځكه چې د ايران او فلسطين د ولسونو دوستی جرړې لرونكې او همېشنۍ ده او يوه تاريخی مخينه لری.
991810