د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د «zaman»اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، احسان اوغلو د تركی چاپ ((زمان)) ورځپاڼې سره په مركه كښې په عراق كښې د مذهبی جګړو د مسئلې په اړه د اسلامی همكارۍ د تنظيم د مرستې لپاره د عراق د وزيراعظم نوری المالكی د غوښتنې په تائيدولو سره وويل: زمونږ كوشش دا دے چې د عراق په تاريخ كښې يوه نوې صفحه خلاصه كړو او د ((ميثاق مكه)) په نامه د سند د مفادو په پراختيا سره د مسلمانانو ترمېنځ د جنګ جګړو له څرګندېدو څخه مخنيوے وكړو.
هغۀ زياته كړه: په ٢٠٠٦ كال كښې په مكه معظمه كښې د عراق د سنی او شيعه مسلمانانو په شتون سره يوه غونډه جوړه شوه، چې پكښې لو لس ماده ای سند تصويب شو چې دغه سند له مذهبی جنګ جګړو څخه په مخنيوی كښې ډېر موثر و او تر ننه پورې هم د دغه سند له مفادو څخه استفاده كیږی.
د يادونې ده چې يو شمېر شيعه او سنی عالمانو په ٢٠٠٦ كال كښې په مكه مكرمه كښې د ((ميثاق مكه)) په عنوان سره يو سند لاس ليك كړ چې هدف یې په عراق كښې د مذهبی او قبيله ای لانجو ختمول او د مسلمانانو د وينو له بهيولو څخه مخنيوے دے.
991710