IQNA

په روس كې د مسلمانو ښځو لومړۍ كانفرنس تر سره كیږی

22:37 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2311965
د تفكر او نظر ډله: د روس په پلازمينې ماسكو كې د مسلمانو ښځو لومړۍ كانفرنس د اپريل په شل شپږمه نیټه تر سره كیږی چې موضوع یې په شلمې پیړۍ كې په ټولنې كې د مسلمانې ښځې رول دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له دې كانفرنس كې د روس د ټولو صوبو استازې او غير ملكی كسان ګډون كوی ددې ناستې بنيادی مقصد د روس د مسلمانو ښځو د اتحادیې جوړونه ده.
په دې ناستې كې به په دې موضوعاتو لكه نننۍ وخت سياسی او ټولنيز حالاتو كې د مسلمان ښځې رول او مقام، د لويدیځ د كلتور د يرغل په مقابل كې د ښځو د حقوقو دفاع، غير اخلاقی او ماده پالونكی تفكراتو په خلاف پاڅون او ... خبری اترې كیږی.
د يادونی ده چې 1917ء يو داسې كانفرنس تر سره شوی ؤ خو د كميونسټ حكومتی نظام په وجه دا ډول مذهبی ناستو باندې بنديز ولګيده.
991311
captcha