IQNA

د مصر پارليمان د دې هيواد د مفتی د ليرې كولو غوښتنه وكړه

19:20 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2311970
نړيواله ډله: وړمه ورځ د مصر پارليمان غړو د دې هيواد مفتی ښاغلی علی جمعه د بيت المقدس ته د سفر له امله له خپل منصب څخه د ليرې كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری نیټ ورك "20minutes" یې نقلوی چې د مصر ولس او اسلامی تنظيمونو لخوا په علی جمعه د نيوكو او اعتراضونو د زياتيدا لامله د پارليمان غړو هم په ولسی اعتراض كې شامل شو او د علی جمعه د څنګته كولو غوښتنه یې وكړه د مصر مفتی د خلكو د اعتراض په ځواب كې ويلې وو چې زه له اردن پولې په بيت المقدس كې ننوتلې ؤم او اسراييلو نيواك سيمو ته نه يم تللې او زما مقصد د الاقصی جومات زيارت او په هغه كې عبادت كول وو.
ويل كیږی چې علی جمعه د بيت المقدس څخه بيرته راستنيدو نه پس په دخلكو د اعتراضؤنو لامله په كور كې غلې شوی دی.
991859
captcha