IQNA

مهمان پرست د بحرين په اړه د ايران د اندیښنې څرګندونه وكړه

22:35 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2312003
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند مهمان پرست د بحرين په اړه د دايرن د اندیښنې څرګندونی سره د ايران ضد بنديزونو لغوه كول د راتلونكو همكاريو او خبرو اترو په لور يو مثبت ګام وباله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند نن يو شمير كورنيو او بهرنيو خبريالانو ته د خبری غونډې په ترڅ كې په بغداد كې له پنځه جمع يوډلې سره د خبرواترو له ترسره كولو مخكې د ايران پرضد د ځينو بنديزونو احتمالی لغوه كېدا ته په اشارې سره وويل : كه چېرې لويدیځ هېوادونه بنديزونه لغوه كړی نودادې ښكارندويی كوی چې په سمه لاره ګام ږدی .

مهمان پرست تهران ته دعراق دلومړی وزير نوری المالكی دسفر په اړه هم وويل : چې ايران ته دنوری المالكی سفر مهم او ارزښتمن بلل كیږی چې ددواړو لورو ترمنځ خبرې په دوه اړخيزو سيمه ييزو او نړيوالو موضوع ګانو څرخېدې

992721
captcha