IQNA

په ممبئی كښې د حضرت فاطمه (س) د شهادت د شپې د كليزې مراسم ترسره شول

16:22 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312205
سياسی او ټولنيزه ډله: د حضرت فاطمه زهرا (س) د شهادت مراسم بیګا شپه په ممبئی كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز په همت ترسره شول.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: دغه مراسم بیګا ماښام د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو وروسته د هيئت امنا په همكارۍ سره په ممبئی كښې د ايرانيانو په جومات كښې ترسره شول.
په ممبئی كښې د حضرت زهرای مرضيه (س) د شهادت د شپې په مراسمو كښې حسنين كراروی جعفری وينا وكړه او د پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د ګرانې لور فضائل ئې بيان كړل، بيا د مداحانو له خوا د ماتم په كيدو سره ايرانی او هندی ګډون كونكو د اسلام د دغې سترې بی بی په غم كښې عزاداری او سينه زنی وكړه. 993046

captcha