په سوريه كښې د ايران كلتوری نمائنده علی موسوی زاده نن د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دغه خبر د تائيدولو په ترڅ كښې ووئيل: دغه چاودنه په ځائی وخت د سهار په ١٠:٥٠ بجې رامينځته شوه. دۀ زياته كړه: دغه بم په يو پوځی ګاډی كښې ایښودې شوے وو چې د دمشق د مرجه نومی چوك له خوا د ايران د اسلامی جمهوريت د سفارتخانې د كلتوری مركز د ودانۍ مخې ته د تيريدو په حال كښې وو.
دۀ ووئيل: دغې چاؤدنې د دغه مركز ودانۍ او كاركونكو ته څه زيان نه دے رسولے. 993085