IQNA

د برازيل شيعه مسلمانان د حضرت فاطمه (س) د شهادت د كليزې غم نمانځی

16:22 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312211
سياسی او اجتماعی ډله: د برازيل د ساؤپاؤلو ښار شيعه مسلمانانو د دغه ښار په محمدرسول الله (ص) نومی جومات كښې د پيغمبراكرم (ص) د قدرمنې لور حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) د شهادت د كليزې مراسم جوړ كړل.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی سيمې د څانګې د رپورټ له مخې: د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) د مظلومانه شهادت د كليزې مراسم وړمه شپه په دغه جومات كښې دماښام او نماسخوتن د لمونځونو د ترسره كيدو نه پس جوړ شول.
د دغو مراسمو په پيل كښې د قرآن كريم يوشمير آيتونه قرائت شول او په دوام كښې د دغه مسجد امام جماعت شيخ حسن برجی د اسلام د دغې سترې او بزرګواره ميرمنې د سيرې او مظلومانه شهادت د اخلاقی فضائلو او د هغو درسونو په باب چې د دوی له شهادت څخه ئې زده كوې شو، وينا وكړه.
د وئيلو ده چې دې ټكی ته په پام سره چې د ساؤپاؤلو ښار زياتره شيعه مسلمانان لبنانی دی، د دغو مراسمو وينا په غربی ژبه وشوه. 993217
captcha