IQNA

محصيلينو په بحرېن كښې په تشدد باندې په اعتراض كښې مظاهرې وكړې

17:12 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312215
نړيواله ډله: په تهران كښې يو شمېر محصيلينو وړمه ورځ د غوئی د روانې مياشتې په څلورمه نېټه په بحرېن كښې په تشدد او د دغه رژيم په خلاف د سوله ايزو احتجاجی مظاهرو په ځپلو باندې په اعتراض كښې مظاهرې وكړې
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د پرېس ټی وی په نقل سره رپوټ وركړ: محصيلينو په تهران كښې د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته په راغونډېدو سره د بحرېن په كورنو چارو كښې د مداخلت او په دغه هېواد كښې د احتجاج كوونكو د ځپلو لپاره د فوځی ځواكونو د شتون په خاطر د سعودی عربستان په خلاف نعرې ووهلې.
مظاهر كوونكو همدارنګ له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بحرېن د رژيم د وحشيانه اقداماتو په وړاندې دې خپله خاموشی ختمه كړی.د ٢٩١١ كال په فرورۍ كښې د بحرېن د انقلاب د شروع كېدو له وخت نه د آل خليفه ګڼ شمېر مخالفين په ټول هېواد كښې سړكونو ته راووتل او د حقوقو او لا زياتې ازادۍ لرو او همدارنګ د دغه هېواد په سياسی نظام كښې د پراخو سياسی اصلاحاتو غوښتونكی شول.
له دغو احتجاج كوونكو څخه د دغه هېواد د رژيم د سختو ځپنو له كبله ووژل شول او يا ژوبل شول او په زرګونو نور هم ونيول شول او له كاره څنګته كړې شول.
بحرينی مخالفين د دغه هېواد باچا حمد بن عيسی آل خليفه د دغه قتل عام او نيونو مسئول ګڼی.
992626
captcha