IQNA

روغتيائی تجهيزاتو او درملو ته د غزې سخته اړتيا

23:34 - April 25, 2012
د خبر لمبر: 2312382
نړيواله ټولنه: د فلسطين د روغتيا د وزارت د درملتونونو د برخې عمومی منشی منير البرش د خونخوار صهيونيسټ رژيم د محاصرې په وجه د غزې د درملو او روغتيائی او معالجاتی تجهيزاتو د ختمېدو له كړكېچ څخه خبر وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د «Palestine Info» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ منير البرش په غزې كښې د روغتيا د وزارت په ګودامونو كښې د ٢١٨ مختلفو روغتيائی تجهيزاتو د نشتوالی او د ١٨٦ ډول درملو د ختمېدو په اعلانولو سره د درملو په برخو په تېره بيا د ماشومانو او جراحۍ په برخه كښې د يوې هلاكوونكې غمېزې په نسبت خبردارے وركړ.
البرش په رام الله كښې د فلسطين په كورواكه حكومت باندې دغزې په خلاف د صهيونېسټ رژيم په محاصره كښې د ګډون او د دغه ښار د درملی ونډې د نۀ لېږلو او او روغتيائی اقدام نۀ كولو په وجه سخته نيوكه وكړه.
د روغتيائی تجهيزاتو او درملو له سخت كمښت نه علاوه د غزې مظلوم خلق له مصر څخه دغه ښار ته د سوانګو د صادرېدو د كمښت په خاطر د سوانګو له سخت كمښت سره مخامخ دی.
993275
captcha