د sabr.cc خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د قرآن دغه سپكاوی كونكی پلټونكی يا مفتش د الجزاير د پلازمينې په يوه محكمه كښې د خپل يو ماتحت كاركونكی د كار په كوټه كښې د هغه د شخصی سامان د تلاشی كولو په وخت يو وړوكے قرآن وموند، هغه ئې په ځمكه وغورځوه او د هغه توهين ئې وكړ.
د دغه سپكاوی كونكی اقدام نه پس هغه كاركونكے چې قرآن پاك ئې د خپل دفتر په كتابتون كښې ایښے وو د يو شكايت ليك په تنظيمولو سره د الجزيرې عدالت يا محكمې ته معرفی شو چې محاكمه شی.
په دغه ځائې كښې موجودو كاركونكو اعلان وكړ چې هغوی په دفتری وختونو كښې د قرآن د تلاوت د منعې د قانون پوره خيال ساتی چې البته دغه قانون د چارو د ښه پرمختګ لپاره وضع شوے دے څو كاركونكی خپل كار په ښه توګه ترسره كړې شی.
عينی شاهدانو همداراز ټينګار وكړ: هغه كار چې دغه استازی ترسره كړ د شرعې او قانون خلاف دے او يو داسې جرم دے چې د الجزاير قانون د هغه لپاره سخته سزا ټاكلې ده، د قرآن كريم سپكاوے كول يو لوئې جرم دے او د هغه نه ستر جرم دا چې داسې يو كار د دولت د استازی له خوا ترسره شی.
991871