IQNA

آيت الله عيسی:د كورنی كړكېچ سختيدل، په بحرېن كښې د فارمولا يو د سياليو نتيجه ده

22:05 - April 28, 2012
د خبر لمبر: 2313730
نړيواله ډله: د منامې جُمعې خطيب ايت الله شېخ عيسی قاسم پرون د غوئی د مياشتې په اتمه نېټه د جمعې د نمانځۀ په خطبو كښې تاكيد وكړ آل خليفه د فارمولا يو د موټر چلونې د سياليو په ورځو كښې د تشدد او ځپلو په سختولو سره د دغه هېواد حالات لا كړكېچن كړل.
د ((ابا)) خبری اېجنسۍ په نقل سره د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې د بحرېن د شيعه مسلمانانو مشر ايت الله شېخ عيسی قاسم پرون له منامې سره نزدې د ((دراز)) ښارګی د امام صادق (ع) نومې جومات د جُمعې د نمانځه په خطبو كښې څرګنده كړه: د آل خليفه رژيم د امنيتی تدابيرو په پراخولو او د خلكو د وژلې په دوام سره ليون ډوله روش اختيار كړے دے او همدا اوس هم كوشش كوی چې نيول شوے حقوقی فعال عبدالهادی الخواجه ووژنی.
ايت الله شېخ عيسی قاسم په دغه هېواد كښې د فارمولا يو سياليو جوړولو ته په اشارې سره وويل: په تېره هفته كښې د فارمولا يو د سياليو په دوران كښې د حكومت له خوا د ښاريزو تارومار، د انقلابيانو پراخې نيونې او د خلكو وژلې نۀ يوازې اوسنے كړكېچ ختم نۀ كړ بلكې دغه كړكېچ یې لا لانجې من او پراخه كړو.
د منامې خطيب زياته كړه: په سختې شكنجې سره د عبدالهادی الخواجه په قتل باندې ټينګار په داسې حال كښې چې د هغۀ يوازېنے جرم د بيان ازادی ده د رژيم لخوا د خلقو د بې ارښته ګڼلو يوه نمونه ده.
هغۀ په دوام كښې د بحرېن د ولس په خلاف د آل خليفه د جنايتونو په وړاندې د نړيوالو په خاموشۍ باندې سخته نيوكه وكړه او وې ويل: كاميابی د بحرېن د ولس په برخه ده او دا ملت به بالاخره خپل حقوق ترلاسه كړی.
994601
captcha