IQNA

د تاجېكستان د ملی پوهنتون استاذ د قران شريف سپكاوے وكړ

22:05 - April 28, 2012
د خبر لمبر: 2313731
سياسی او اجتماعی ډله: په دوشنبې ښار كښې د تاجېكستان د ملی حكومتی پوهنتون استاذ ((ظفر مېرزايان)) دغه پوهنتون د محصيلينو په غونډه كښې د قران شريف د مباركو ايتونو سپكاوے وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې ((امروز نيوز)) خبری اېجنسۍ وړمه ورځ د غوئی د روانې مياشتې په اومه نېټه په دې باره كښې رپوټ وركړ: د تاجېكستان د ملی حكومتی پوهنتون استاذ ظفر ميرزايان ((ځان پېژندنه او د فردوسی شاهنامه)) نومې علمی كانفرنس كښې د دغه پوهنتون د محصيلينو په غونډه كښې وويل: د فردوسی د شاهنامې بېتونه د قران شريف له ايتونو څخه غوره دی.
په دغه غونډه كښې حاضر خبريال تامريس كيانی همدارنګ څرګنده كړه ظفر ميرزايان په اصل كښې د ملی ځان پېژندنې په زمينه كښې د شاهنامې د نفوځ او تاثير په وېنا كوله خو ناڅاپه یې د خبرو رخ بدل كړ او د اسلام او قران په سپكاوی یې لاس پورې كړ.
دغه خبريال په خپل رپوټ كښې زياته كړه: البته ځينو محصيلينو د مېرزايان په بياناتو باندې سخته نيوكه وكړه او د دغه پوهنتونو د اېشيائی او اروپائی ژبو يوې محصلې د ظفر د دغه اسلام دښمنه عمل په غبرګون كښې د اسلام او قران د سپكاوی د بندولو غوښتنه وكړه.
د ويلو ده چې ځينو تاجيكی علماؤ او كارپېژاندو هم د ظفر ميرزايان له سپكاوی نه ډكې وېنا په غندلو سره په دې ټكی باندې تاكيد وكړ چې د فردوسی شاهنامه د خداے پاك په حمد او ستائېنې او په حضرت محمد مصطفی (ص) باندې په درود او سلام سره شروع كیږی او مضامين یې له الهی اخلاقياتو څخه ډك دی.
994743
captcha