د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سعودی عرب ورځ پاڼې الحياة یې نقلوی چې په مصركې ولسی مظاهرې دعربستان دسفارت اوكونسلګريودتړلو سبب شوی او دعربستان حكومت فيصله كړې ده خپل سفير دځينوسلامشورو لپاره رياض ته وروبولی .
د مصر په قاهرې كې په لګسونو زره پاريدلو خلكو په همداووروستيو ورځو كې په قاهرې كې د عربستان د سفارت او همداراز په سويز ښآر كې د هغوی دكونسلګرۍپه وړاندې په مظاهروسره په عربستان كې دبندی احمد الجيزاوی د خوشی كيدا غوښتنه و كړه .جزاوی چې دحج اوعمرې لپاره عربستان ته تللی ؤ ددغه هيود امنيتی مامورانو نيولی دی .دمصر خلك باوری دی عربستان دمصری ولس د انقلاب په ضد دځينو اوورپكو ډلو ملاتړ كوی.
د مصرخلك په همدا وروستيو ورځو كې د انقلاب د موخو د تعقيبولولپاره د سترو مظاهرو په تر سره كولوسره د خپل هيواد په چاروكې د عربستان په لاسوهونكو سياستونو نيوكې كوی اوهمداراز یې له قاهرې دعربستان د سفير د ويستلو غوښتنه كړې ده.
995397