د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد وويل د ملی توليداتو او محصولاتو زياتول د ټولو ماموريت دی.
ډاكټر احمدی نژاد د ايران د ملت همت، پوهه، پانګه او طبيعی سرچينې د ايران د ملی توليد عوامل وبلل او زياته ئې كړه، ايرانی ځوانان، پوهان او متخصصان په خپلې ځای پوهې په تكیې سره د اسلامی ايران د پرمختګ په لاره كې ګامونه پورته كوی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد روښآنه كړه د ملت د دښمنانو ټولې دسيسې دا دی چې د اسلامی ايران د پرمختګ مخه ونيسی خو هیڅ كله به هم بريالی نشی.
994517