IQNA

ايت الله خامنه ای: كار د هرې ټولنې د ژوند او پرمختګ چورليز دی

17:59 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314523
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الهی العظمی سيد علی خامنه ای كار د هرې ټولنې د ژوند او تل پاتې حركت او پرمختګ چورليز وباله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الهی العظمی سيد علی خامنه ای نن د كارګر د ورځی په درشل كښې د داروپخش د درملو د توليد د كارخانو د ټولګې له كاركوونكو ، مديرانو او د درست ايران د بيلګه كاریګرو په ټول كښې ،د ايران ملت ته د كارګر د اونۍ په مناسبت مباركی وويله او ویې فرمايل كار ، د كلمې په پراخه معنی كه هغه لاسی ، جسمی ، فكری ، علمی اوكه مديريتی كار دی ،دهرې ټولنې د ژوند او دوامداره حركت او پرمختګ چورليز دی.
حضرت آيت الهی العظمی سيد علی خامنه ای له كاریګرو د پانګه والو او سوسياليستی حكومتونو ناوړه استفادې ته په اشارې سره ټينګار وكړ اسلام ددغو مكتبونو په اپوټه ، له كارګر سره ریښتونی دی او په پياوړې منطق كښې كار ارزښتمن بولی .
حضرت آيت اله العظمی سيد علی خامنه ای د كارګری ټولنې او كار په اړه د اقداماتو په پلانونه كښې د اسلام فكری اصولو او منطقو په زيات ورایښت ټينګار كړ او پانګه او كاری ځواك یې د پرمختګ او حركت لپاره د ملی توليد دوه وزری وبللی او زياته یې كړه بايد ايرانی كار او پانګې ته درناوی وشی ، څو ملی توليد په حقيقی معنی تحقق ومومی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د دښمنانو په دسيسو غلبه، د خصوصی او حكومتی برخو د مديرانو ، پانګه والو او كاریګرو همت ته اړينه وبلله او زياته یې كړه خلك دې هم ، د كورنيو توليداتو په مصرف سره ، له دښمن سره د مقابلې لپاره خپل هوډ ښكاره كړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ملی توليد مسئلې ته د ايران د حكومت پام ته اشاره وكړه او ډاګينه یې كړه په دی زمينه كښې بايد اساسی كارونه وشی ، ددی په ترڅ كې چې د ايران د اقتصاد پرمختګ او وده د دری ګونو قواؤ بې ځنډه هڅو ته اړتيا لری .
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ددغه ننۍ كتنې په مهال د داروپخش د درملو د كارخانو د ټولګې لومړنې تزريقی درمل په تجارتی نوم انوكساپارين ۶۰۰۰ په نوم بازار ته وړاندې شو .
995966
captcha