IQNA

په هند كښې د (( آداب خوداګاهی)) كتاب د اوردو ترجمې مخكتنه وشوه

21:25 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314583
د فكر او علم ډله: د پاكستان د علامه حسن ظفر نقوی ليكل شوے ((آداب خوداګاهی)) دينی كتاب د اردو ترجمې مخ كتنه د هند د اترپردېش صوبې د لكهنو ښار ښه سبطين اباد امامباړه كښې د حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) د شهادت د كليزې له وير او ماتم سره په يو وخت په يو لړ مراسمو كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه درې سوه مخيز كتاب مخكتنه د لكهنو ښار د جُمعې د امام حجت الاسلام جواد نقوی، حجت الاسلام سيد تقی رضا، د ((مومل)) د زدكړو كلتوری موسسې د مشر حجت الاسلام احتشام حسن او د دغې موسسې د استاذ حجت الاسلام علمدار حسين او د دغه هېواد د يو شمېر نورو عالمانو او پوهانو په موجودګۍ كښې وشوه.
علامه حسن ظفر نقوی په دغو مراسمو كښې د بی بی فاطمه زهرا (س) د شهادت د كليزې په مناسبت د تسليت په ويلو او د هغې قدرمنې بی بی د سيرت او ځينو فضائلو په بيانولو سره وويل: حضرت زهرا مرضيه (س) د همېشنی تاريخ لپاره د نړۍ د ښځو لپاره يوه نمونه او بېلګه ده او دغې بی بی د انبياؤ عليهم السلام په لاره كښې له حركت او د دغې لارې له حفاظت نه علاوه د اسلام د حفاظت او بقا لپاره هم بنيادی قدمونه اوچت كړی دی.
994338
captcha