د «Islam Today» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د اسلامی جمهوريت د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې دغې فوځی اكېډيمۍ به ((په اسلام او اسلامی ریډيكل ازم كښې نظريات)) په عنوان سره د يو كلاس په جوړولو سره د اسلام په خلاف يو لړ زدكړې محصيلينو ته وركولې چې د يو محصل په شكايت سره دغه كلاس وتړلے شو.
د دغې دورې ختمولو د زدكړې د دغې دورې د جوړېدو ، د زدكړې د مضامينود برابرولو د چلند او دغه كلاس ته د رسېدو د څه رنګوالی د تحقيقاتو د شروع كېدو لپاره بڼه ونيوه.
يو مضمون چې په دغه كلاس كښې به محصيلينو ته ورزده كېدۀ ((امريكا له اسلام سره په جنګ كښې)) نوم سره يو پاور پوائنټ ؤ.
دې رسوائۍ د امريكې د فوځ د سترې ګډې درسيتزوالۍ مشر جنرال مارټين ډمپسی مجبور كړ چې حكم وركړی د ورته مواردو د نۀ شتون د اطمينان لپاره د فوځی زدكړو د ټولو پروګرامونو تحقيقات وشی.
د پينټاګون يو وېاند او د سمندری ځواكونو قوماندان جان كربی وويل چې د زدكړو په دغه فائل كښې بيان شوے مضمون داسې څه څيز نۀ دے چې د امريكې فوځ كوشش كوی چې فوځيانو ته یې ورزده كړی، مونږ له اسلام سره په جنګ كښې نۀ يو.
994993