IQNA

په تاېيلېنډی ژبه د ((حلال ژوند)) برېښنائی مجلې نوې ګڼه په ليكه شوه

21:26 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314587
د كلتور او هنر ډله: په تائی ژبه د ((حلال ژوند)) برېښنائی مجلې نوې ګڼه پرون د غوئی د مياشتې په نهمه نېټه په ليكه شوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د ((حلال ژوند)) برېښنائی مجلې نوې ګڼه د تائی مسلمانانو د يوې خبری ډلې په همت سره چې د دغه هېواد يوه مضبوطه اسلامی رسانه ای ډله ده پرون د غوئی د مياشتې په نهمه نېټه خپره شوه.
دغه دينی مجله د اسلامی نړۍ په تازه خبرونو او همدارنګ د تائيلېنډد مسلمانانو د ټولنې په خبرونو او واقعاتو باندې مشتمله ده.
د يادونې ده چې دغه برېښنائی مجله په ٢٨ رنګينو مخونو سره په ویړيا توګه او آن لائن شكل كښې د دلچسپی لرونكو لپاره په ليكه كیږی. او د دغې مجلې برابروونكو د دې مجلې له خپرولو څخه هدف په وخت كښې بچت او په عمل كښې چټكتيا بيان كړے دے.
994881
captcha