IQNA

د بلجيم د مسلمانانو لپاره د شرعی وختونو تقويم برابریږی

21:25 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314592
نړيواله ډله: د بلجيم ټول مسلمانان د هغو اختلافاتو او فرقونو د ختمولو لپاره چې د روزانه اذانونو او نمونځونو د دقيق وخت په تنظيمولو كښې شتون لری يود شرعی اوقاتو په ګډ تقويم يا كليز برابروی.
د ايران قرانی خبری اېجنسی (اېكنا) د «Islam Today» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د بروكسل د اسلامی او كلتوری مركز مدير خالد العبری پرون د غوئی د مياشتې په نهمه نېټه په يوې بيانيه كښې وويل: د بلجيم په مختلفو سيمو كښې د شرعی اوقاتو فرقونه او د يو ګډ كليز جوړول په ګډه غونډه كښې چې د جوماتونو د امامانو او اسلامی تنظيمونو د مشرانو په شتون سره جوړه شوه وڅېړلې شول.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی دغه كليز به له برابرولو او په مكه كښې د اسلامی نړۍ د ټولنې د اسلامی فقهې د شورا له تائيدولو نه وروسته خپور شی.
عبری وويل: مسلمانان په دې اقدام سره هغه اختلافات چې د شرعی وختونو په اړه یې لری ختموی. په اوس حال كښې شرعی اوقات حټی د بروكسل ښار په مختلفو برخو كښې هم شتون لری او دا مسئله د مسلمانانو لپاره په تېره بيا د روژې په مباركه مياشت كښې يو لړ مشكلات پېدا كوی
995629
captcha