نړيواله ډله: د الجزائر د دينی چارو او اوقافو وزارت په دغه هېواد كښې د وړومبی ځل لپاره په فرانسوی ژبه د قران شريف د ترجمې د طرحې له اجرا څخه خبر وركړ. Echoroukonlineاطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د الجزائر د دينی چارو او اوقافو وزارت په اوس حال كښې په فرانسوی ژبه د قران شريف د ترجمې طرح د اجرا په حال كښې لری او دا وړومبے ځل دےداسې يوه ترجمه په الجزائر كښې وړاندې كیږی.
د دغې طرحې له اجرا څخه هدف په دقيقه توګه او د وحی د كلام د چاپ او خپرولود معيارونو مطابق ترجمې سره د قران شريف د يوې نسخې وړاندې كول بيان شو.
د الجزائر د دينی چارو او اوقافو د وزارت تبليغاتی سلاكار عده فلاح څرګنده كړه: له عربی او فرانسوی ژبو سره د اشنا كارپېژاندو يوه ډله به په دغې طرحې باندې څارنه ولری. او د قران شريف دغه ترجمه به د هغوی كسانو په اختيار كښې راشی چې په عربۍ ژبه باندې نۀ پوهیږی:
995661