د العالم چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه سيمينار كښې ګډون كونكو د جنايت په بين المللی عدالتونو كښې د بشری حقوقو د نقضونكو د محاكمه كيدو لپاره د لازمو اقداماتو د جاجونې په ضرورت باندې ټينګار وكړ او له نړيوالې ټولنې ئې وغوښتل چې په بحرين كښې د آزادۍ، انصاف او برابرۍ په عملی كيدو كښې د دغه هيواد د ولس د حق دفاع وكړی او په دې لړ كښې دې خپلې دندې او مسئوليتونه پوره كړی.
د دغه رپورټ له مخې: په بحرين كښې د بشری حقوقو د نقضيدنې زياتيدو ته په پام سره په دغه سيمينار كښې د ګډون كونكو ترټولو ستر تشويش او ارمان د آل خليفه د رژيم په لاس د وژلې، شكنجې، قومی تبعيض او د آزاديو د ځپنې په اړه د بې طرفو او دريم ګړو هيئتونو رپورټ ته رسيدګی وه او ګډون كونكو د بحرينی مسئولانو له خوا د دغو رپورټونو تكذيبيدل بې ارزښته وبلل.
په دغه كانفرنس كښې ګډون كونكو همداراز د شكنجې او نيونو او له كاره د ويستل كيدو سره سره د ولسی انتفاضې سره په ملاتړ كښې د بحرين د ښځو د رول قدرونه او درنښت وكړ او له نړيوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د بحرين د خلكو په حمايت كښې دې په خپلو مسئوليتونو او وظائفو باندې پابند واوسی. 994649