IQNA

سامی يوسف د اسلامی ویښتيا په هكله په تيونس كې پروګرام وړاندې كړ

21:29 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315471
نړيواله ډله: په برتانيا كې ميشته ايرانی سندرغاړې سامی يوسف په تيونس كې د اسلامی ویښتيا په باره كې لومړی پروګرام وړاندې كړ.
د ايران قراني خبري اېجنسۍ (اېکنا) د «Press TV» په نقل سره رپوټ ورکړ.د تيونس له انقلاب نه مخکښې په دغه هېواد کښې د مسلمانو هنرمندانو لخوا د ديني موسيقۍ اجرا منعې وه، خو د اسلامي بېدارۍ په برکت دغه ممنوعيت لرې کړے شو او سامي يوسف وړومبنے اسلامي کنسرټ په دغه هېواد کښې اجرا کړ.
هغۀ په دغه کنسرټ کښې د خداے پاک ، اسلامي ارزښتونو او کورنۍ په باره کښې د څو قطعو له اجرا کولو نه پس د تيونس او نړۍ د مسلمانانو د يووالي په اهميت باندې په تاکيد سره د تيونس خلقو ته د دغه انقلاب په خاطر مبارکي وويله.
د سامي يوسف په اسلامي کنسرټ کښې چې د اسلامي بېدارۍ د يوې برخې په توګه د کلتور او هنر د معرفۍ لپاره جوړ شو په زرګونو کسانو ګډون وکړ.
سامي يوسف په سيمه کښې د اسلامي بېدارۍ او انقلابونو له رامنځته کېدو نه پس په دې عنوان سره يوه سندره برابره کړې او خپره کړې ده.
995677
captcha