د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنانی ورځ پاڼی الانتقاد یې نقلوی چې د ملګرو ملتونو د انسانی حقوقو ستر كميشن ويندونی ښاغلی "رابرټ كلويل" اعلان كړی دی چې دا اداره د بحرين د حالاتو جاجونی لپاره يو انسانی حقوقو پلاوی بحرين ته لیږی.
ويندوې په جينوا كې په يوې خبری ناستې كې څرګنده كړه چې د انسانی حقوقو د ستر كميشن په بحرين د حالاتو د جاجونی لپاره په راتلونكې څو ورځو كې د بحرين واكمنانو سره د رابطو او تماس نيولو فيصله كړې ده.
هغه زياته كړه چې د ملګرو ملتونو دغه پلاوی په بحرين كې د تير يو كال د انسانی حقوقو سره تړلی مسايل څیړی او يوه خپلواكه كمیټۍ د دې مسايلو جاجونه كوی.
995663