د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د جنوب او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د تركیې د دينی چارو له مشرتابۀ سره د وابسته حج او عمرې د خدماتو د عمومی ادارې د شمېرنې له مخې د تمتع حج د تقاضا كوونكو شمېر له يو ملين او يو سل او شپېتۀ زرو كسانو نه زيات شوے دےا و تر اوسه پورې يو ميلين يو سل او شپېتۀ زره او شپږ سوه اوۀ پنځوس تنو د دغه معنوی سفر لپاره نومونه ليكلی دی.
دغې ادارې وويل: له دغه شمېر څخه تقريباً اتۀ لكه اويا زرو تنو د دويم ځل لپاره د تمتع حج د سفر لپاره تقاضا څرګنده كړې ده او تقريباً درې لكو پورې كسانو د وړومبی ځل لپاره خپل نومونه رجسټر كړی دی.
د دغه رپوټ له مخې د عمر اوسطاً اندازې له لحاظه درې يوسل كلن كسان ترټولو بوډاګان متقاضيان او درې څوارلس ورځنی تازه زېږېدلی ماشومان متقاضيان دی چې په دغه معنوی سفر كښې به لېږل كیږی.
د دغې اعلانیې له مخې د ښځو تقاضا د سړيو په نسبت زياته ده او د ښارونو په وېش سره زياتره نومونه ليكونكی له استنبول، انكارا، قوينه، بورسا، ازمير، غازيان تپه او قېصریې ښارونو څخه وو.
995929