IQNA

فاطمی كلتوری ترويج د اسلامی بېدارۍ نيالګی ته پياوړتيا وركوی

21:27 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315486
سياسی او اجتماعی ډله: هغه څه چې د اسلامی بېدارۍ نيالګی ته پياوړتيا بخښی د ظلم په خلاف او عدالت غوښتونكی فاطمی كلتور ترويج او بيانول دی. ځكه د سيمې د شيعه مسلمانانو ترمېنځ د دغه كلتور او ثقافت خپرول به د هغه قلبی ارادت او عقيدت په وجه چې له بی بی فاطمه زهرا (س) لری له هركلی سره مخامخ شی.
په لبنان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر حجت الاسلام والمسلمين سيد محمد حسېن رئيس زاده د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د خداے د ګران رسول (ص) د وصيتونو د هېرولو لپاره د اسلام د ابتدائی دور د يو شمېر نفوذ لرونكو د كوشش په وړاندې د بی بی فاطمه زهرا (س) پخه او كلكه اراده د خپل بزرګوار پلار په وصيتونو او تعليماتو باندې د هغې قدرمنې بی بی د ژور ايمان نتيجه وبلله او وې ويل: د يو مكتب په بنيادی مفاهيمو او ارزښتونو باندې چې د هغه مكتب د پېروكارو عقيده څومره ژوره وی د هغوی حركت ته لازيات دوام او ژورتيا وربخښی.
رئيس زاده په فاطمی كلتور او ثقافت كښې له ظلم او استكبار سره د مبارزې او له كمزور كړې شوی څخه دفاع سره د نمونې په يادولو سره وويل: د دغه كلتور خپرول او پراخول چې د خداے پاك لخوا د پېغام راوړونكی په عصمت او طهارت باندې تكيه كوونكے دے د ظلم او بې انصافۍ په خلاف د ملتونو حركت لارښوونه او تقويت كولې شی.
هغۀ د سيمې د انقلابی خلكو لپاره د فاطـمی كلتور د پېغام په تشريح كولو كښې وويل: د هغو هېوادونو خلك چې نن سبا یې د اسلامی بېدارۍ په غورځنګ كښې وكړې شول په خپل پاڅون سره د سيمې د استكبار ستنې ولړزوی په اسلام باندې په ژوره توګه پابند دی او د اسلام نجاب بخښونكے مكتب یې په خپل انفرادی او اجتماعی ژوند كښې د ارزښتی او فكری نظام په توګه غوره كړے دے.
995985
captcha