بين المللی ډله: تش په نامه امريكائی كشيش ټيری جونز چې له تيرو څو كالو راهيسې هره څه موده پس د اسلامی مقدساتو په سپكاوی كولو سره د رسنيو پام ځانته رااړوی، يو ځل بيا د قرآن كريم د څو نسخو په سوزولو سره له يوې خوا د عيسائيت له تعليماتو څخه خپله بې خبری او له بلې خوا ئې د دينو د مقدساتو د احترام اصل ته د امريكې او لويدیځ بې پامی په ډاګه كړه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د (داو ورلډ اوتريچ) نومې كليسا پادری ټيری جونز د تيرې شنبې يا خالی په ورځ د فلوریډا ولايت په ګينزويل ښار كښې د دغې كليسا مخې ته د قرآن كريم څو نسخې او د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) په توګه يو انځور وسوزوه. دۀ د خپل دغه كار علت په ايران كښې د يو كشيش يا پادری بندی كيدل وباله.
د امريكې د دفاع وزارت (پينټاګون) له ټيری جونز څخه غوښتی وو چې په افغانستان او نورو سيمو كښې د امريكائی سرتيرو د امنيت په هكله اندیښنو ته په پام سره له خپل دغه كار نه ډډه وكړی خو هغه د تير كال په شان په دغه غوښتنه باندې غوږ و نه ګروه.
په زړه پورې دا ده چې د ګينزويل ښار پوليسی ځواكونو چې په دغه ځائې كښې موجود وو د جونز د دغه كار د مخه نيولو لپاره هیڅ كار ونكړ او د مسلمانانو د آسمانی كتاب د څو نسخو د سوزول كيدو نه پس يوازې د اور وژنې او پوليسو ځواكونه په جونز پسې لاړل او د كتاب د سوزولو په وجه ئې دی ٢٧١ ډالر جرمانه كړ.
د خواشينۍ خبره دا چې د ګينزويل د اوروژنې د ادارې د رئيس جين پرنس په وينا، ټيری جونز د اور لګولو اجازه لرله خو د كتاب د سوزولو اجازه ئې نه درلوده، په دې وجه چې د كتاب پلاسټكی او نور كيماوی مواد او ايره د ژواك چاپيريال لپاره زيانمنونكې كيدې شی. 995552