IQNA

عيسائی رهبرانو په امريكا كښې د قرآن سوزولو پیښه وغندله

11:42 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2315944
بين المللی ډله: د انجيلی كليساګانو مشرانو د مسلمانانو د مقدس كتاب د سوزولو په اړوند د امريكائی سپكاوی كونكی پادری دغه سپيره كار په كلكه وغنده.
د «Christian Post»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د انجيلی يا عيسائی كليساؤ مشرانو د شنبې يا خالی په ورځ د امريكائی پادری دغه سپك اقدام په كلكه وغنده او په دې ټكی باندې په ټينګار سره ئې د مسيحيت دين د مينې او اتحاد دين معرفی كړ چې عيسايان قرآن نه سوزوی او د نورو دينونو د مقدساتو احترام كوی.
د اونجليكالانو د ملی انجمن رئيس ليس اندرسون په دې هكله ووئيل: د دغه سپيره عمل د ګوته په شمير ترسره كونكو تعداد د دې موضوع بيانونكی نه دی چې ټول عيسايان داسې دی، دغه كسان د عيسائيت د دين نمائندګان نه دی.
د يادولو ده چې امريكائی سپكاوی كونكی كشيش ټيری جونز د تير خالی په ورځ يعنې د روانې غوئی د مياشتې په ٩ نیټه په فلوریډا ولايت كښې د ګينزويل كليسا مخې ته د مسلمانانو مقدس كتاب قرآن كريم يو ځل بيا وسوزوه چې په دغه ځائې كښې دغه وخت تقريبا ٢٠ تنه نور هم موجود وو.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يكشنبې په ورځ د يوې بيانیې په خپرولو سره دغه اقدام د تمدنونو د جنګ د رامينځته كولو لپاره د لويدیځ د ماتې خوړلو طرحو او پلانونو يوه برخه وبلله او د اسلامی مقدساتو دغه سپكاوی ئې د مذهبی كركې او له اسلامه د ويرولو لپاره يو كوشش وباله.
996467

captcha