IQNA

د دښمن سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لرو: حزب الله

11:42 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2315945
بين المللی ډله: د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستيال د كورنيو ګوندونو او تنظيمونو سره د جدی خبرواترو د كولو لپاره د حزب الله چمتووالی ته په اشارې سره ټينګار وكړ: حزب الله نن سبا د دښمن سره د مقابلې په لړ كښې پوره چمتو دی.
د المنار خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د حزب الله د لوئې مدير مرستيال شيخ نعيم قاسم دې ټكی ته په اشارې سره ووئيل: كه چيرې كوم بهير يا تنظيم د خبرواترو غوښتنونكی وی نو بې له كوم قيد او شرطه دې مذاكرې ته كښينی او خپلې سياسی خبرې اترې دې د دښمنۍ په بنياد تنظيمې نه كړی او د ارتباطی اخلاقو په لار كښې دې حركت وكړی.
دوی زياته كړه: مونږ په لبنان كښې د فعالو ټولو بهيرونو او تنظيمونو سره د خبرواترو پيلولو ته تيار يو خو په خواشينۍ سره نور كسان د خبرواترو د پيلولو په لار كښې هیڅ ګټه ور ګام نه پورته كوی او حتی مذاكراتو ته خپل چمتووالی هم نه څرګندوی.
نعيم قاسم په پائې كښې په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې مونږ ته پكار دی چې تل اسرائيل د خپل غشی په نښه كړو، څرګنده كړه: دښمن تل د مشكلاتو د رامينځته كولو او په هغو مشكلاتو او ستونزو باندې زمونږ د بوخت ساتلو په لټه كښې دی چې خپله اساسی مسئله چې همهغه صهيونيسټی رژيم دی، هيره كړو، خو مونږ به همدغه شان د صهيونيسټی رژيم سره په مقابله كښې پاتې شو او خپل پوځ او وسلې هره شيبه او په هرځائې كښې د اسرائيلو سره د مقابلې لپاره چمتو كوو. 996415

captcha